د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه پلاوې د مطبوعاتي کنفرانس بشپړ رپوټ

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د دې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټرمحمد قاسم وفایي زاده، د عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا، د هوایي چلند په برخه کې د پراختیایي پلانونه او لاسته راوړنې په هکله، د یوې خبري ناسته په ترڅ کې مالومات وړاندې کړل. دغه ناسته د لینډۍ په ۲۵ نېټه کې د لسګونو کورنیو او بهرنیو خبریالانو په حضور سره، د مالي کال په ختمېدو سره، د هوایي چلند په برخه کې، د لاسته راوړنې په هکله د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې جوړه شوې وو.


د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي په دې ناسته کې وویل؛ په روان لمریز کال کې، د دې ادارې بودجې ۶۶ سلنه مصرف شوی او د ۱۳۹۶ کال مالي عواید تر ۳۴ سلنه ډېروالۍ ښيي (شاوخوا ۶ ملیارد افغانیو ته رسېږي).
همدا راز د رادار سیستم د دستګاوې نصبولاو د هېواد د فضایي حریم کنترول په لاس کې نېول، د یادې لاسته راوړنې یوې مهمې برخې جوړوي، سربېره پردې د کارګو په برخه کې د نوي کرایدور ایجادول، د الوتنې د ځنډېدو د مخنیوۍ په تړاو، د ملګري هېواد هندوستان سره د پېش نویس لایحې، د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنې څخه دي.
ښاغلې حبیبي د خپل وینا په لړ کې د دې ادارې د ۱۳۹۷ کال د اوږد مهاله پرمختیایي پلانونه په تړاو دغه راز څرګندونه کړ؛ د ملکي او نظامي پراختیا په برخه کې د رادار دستګاوې، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پراختیا، د الوتکو د ترمیم لپاره ورکشاپ ایجادول، د کارګو په برخه کې د پروسیس زون رامنځته کول، او یوې پنځه ستورې هوتل جوړونه پکې شامل دي. د دغې خبري ناسته په ترڅ کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر او د دې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د خبریالانوپوښتنو ته ځواب ورکړل.
یادونه:د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د ټولو رسنیو او خبریالانو د حضور نه او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزڅخه چې د دغې خبري ناسته په جوړولو کېمرسته کړې دهمنندوی دي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د لینډۍ ۲۵