د حکومت د رسنیو په مرکز کې د جمهوري ریاست ویاند او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ویاندد ګډه خبري ناسته رپوټ

د آسیا دزړه هېوادونو ناسته کې په آذربایجان هېوادکې د جلالتمآب جمهور رییس د ګډون په هکله د جمهوري ریاست ، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې، د مالیې وزارت، اود ټولګټې وزارت ویاندویانو خبري ناسته، د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه

.

په دې ناسته کې آذربایجان هېواد ته د جمهوررییس سفر د آجندا په هکله اود افغانستان او آذربایجان ترمنځ، د یو شمېر هوکړې د لاسلیک په هکله خبریالانو ته مالومات وړاندې کړل شوه. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي په دې ناسته کې وویل؛ چې د ولسمشر په دې سفرکې د نورو هوکړې ترڅنګ به د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د هوایي خدماتو په برخه کې هوکړې لاسلیک شي.د رحیمي په وینا؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیم پروازونه اود دواړو لورو وګړو ته، د تګ راتګ په برخه کې همداسې سوداګرو اوپانګوالوته د سوداګریزو ټوکو د لېږد را لېږد په برخه کې د آسانتیاوې اېجادول د دې هوکړې د لاسلیک موخه ویل شوې ده. ده زیاته کړه  له کومه چې ښاغلې محمود شاه حبیبي د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ریاست پر غاړه واخیسته،  د سیمې هېوادونو سره د هوایي خدماتو د هوکړې د لاسلیک په برخه کې، د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوي دي، چې د بیلګي په توګه د کابل تاشکند ترمنځ د مستقیم پروازونه یادولای شو.

د سیمې هېوادونو سره د هوایي خدماتو په برخه کې د هوکړې لاسلیک، د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې اساس باندې دي د هوایي خدماتو په برخه کې، د سیمې هېوادونو سره ځینې دوه اړخیزې هوکړې ترسره شوي دي.

د سیمې هېوادونو سره د هوایي کرښو رامنځته کول زمونږ هېوادوالو ته دوه پیغامونه لري؛ اجتماعي او سیاسي اقتصادي.چې د افغانستان او نورو هېوادونو سره، د اړیکې د ټنګښت او اقتصادي پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبولای شي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د لینډۍ ۹